محمد نبي د ملي لوبډلې لپاره خپله ۱۵۰مه شل اوریزه لوبه ترسره کړه

د افغانستان کرکټ بورډ ویلي، نن(چهارشنبه، د سلواغې ۲۲مه) د سویلي افریقا پر وړاندې میدان ته په ښکته کېدو سره د ملي لوبډلې لوبغاړي محمد نبي ۱۵۰مه شل اوریزه نړیواله لوبه ترسره کړه.
محمد نبي خپل مسلکي سفر د ۲۰۱۰ کال د فبروري په لومړۍ پیل کړی و، او نن یې د سویلي افریقا پر وړاندې میدان ته په ښکته کېدو سره دغه مهم پړاو بشپړ کړ. په دې توګه، نبي لومړی افغان او په نړیواله کچه څلورم لوبغاړی شو چې ۱۵۰ شل اوریزې نړیوالې سیالۍ یې په خپل نوم ثبت کړې.
په دې اوږده سفر کې محمد نبي د ۲۴۴۰ منډو په جوړولو سره په ۲۲.۳۸ اوسط ودرېد، او په توپ اچونه کې یې ۱۰۵ ویکټې د ۲۸.۵۸ په اوسط ترلاسه کړې. دغه احصایې ښيي چې نبي نه یوازې په توپوهنه کې، بلکې په توپ اچونه کې هم د کرکټ د نړۍ یو له غوره الراونډرانو څخه دی.
دا د محمد نبي اتم شل اوریز جام دی، چې پکې ګډون کوي، او د ملي لوبډلې لپاره یې د ارزښتناکو تجربو یوه بله مهمه شل اوریزه مرحله په نوم ثبت کړه. د هغه پر فعالیتونو د کرکټ مینه‌وال په افغانستان کې او نړیواله کچه ډېرې ستاینې کوي.

لینک کوتاه

https://sarie.news/q281q
دکمه بازگشت به بالا