مرغومي ۶مه پر افغانستان د شوروي یرغل ۴۶مه کلیزه.

له نن څخه ۴۶ کاله وړاندې، د شوروي اتحاد پوځ د ١٣٥٨ کال د مرغومې ۶مه پر افغانستان یرغل وکړ. ۴۶ کاله وړاندې پر نننۍ ورځ د پخواني شوروي اتحاد یو لک سرو لښکرو له ځمکې او اسمانه پر افغانستان بریدونه پیل کړل، او له لس کلن حضور او د افغانانو د بې ساري مقاومت، مبارزې او خونړۍ جګړې وروسته له هېواد ووتل.

نن د دسمبر ۲۷ د مرغومي ۶مه او پر افغانستان د پخواني شوروي اتحاد د یرغل له ۴۶مې کلیزې سره برابره ده. شوروي اتحاد غوښتل له دې جګړې سره د افغانستان له لارې ګرمو اوبو ته ځان ورسوي.

۴۶ کاله وړاندې پر نننۍ ورځ د پخواني شوروي اتحاد یو لک سرو لښکرو له ځمکې او اسمانه پر افغانستان بریدونه پیل کړل.

د ۱۹۸۹ کال د فبرورۍ ۱۵مه د جینوا هوکړې له مخې د شوروي ځواکونو د ۴۰ فرقې قومندان جنرال بوریس ګروموف د وروستي پوځي ازبکستان ته واوښت او په دې توګه په افغانستان کې د شوروي پوځ یرغل پای ته ورسېد.

باید وویل شي چې د افغانانو د مبارزې په پایله کې له هېواده د شوروي پوځ وتل د شوروي اتحاد د ړنګېدو لامل هم شو.

د شوروي اتحاد پر وړاندې د افغانانو په مبارزه کې څه باندې یو میلیون افغانان ووژل شول او په لسګونه زره نور معلول، ټپيان او کډوال شول.

که څه هم شورویان له افغانستانه ووتل خو په افغانستان کې يې د خښو کړو میاینونو یو داسې مرګونی ميراث پرېښود چې تر اوسه د افغانانو ژوند اخلي.

لینک کوتاه

https://sarie.news/w2549e
دکمه بازگشت به بالا