مزارشریف په ۱۸ میلیونو افغانیو د «رابعه بلخي» نوی نارینه‌و مارکېټ جوړېږي

په مزارشریف ښار کې د مزار ښاروالۍ په بودیجه د ۱۸ میلیونه افغانیو په ارزښت د «رابعه بلخي» په نوم د یوه نوي مارکېټ جوړېدو د بنسټ ډبره کېښودل شوه.

د مزار ښاروالۍ مسوولین وايي، د یاد مارکېټ د جوړېدو چارې به په دوو فازونو کې ترسره شي؛ په لومړي فاز کې به یې شپږ پوړه ابادېږي او په دويم فاز کې به یې نور دوه پوړه ورزیاتېږي.

د مسوولينو په وينا، دغه مارکېټ به په ۱۲۵۰ متر مربع ځمکه کې د موټرو تم‌ځای، هټۍ او د دفترونو په درلودو سره د يو نيم کال په موده کې جوړ شي.

بايد وويل شي، دا د «رابعه بلخي» په نوم دويم مارکېټ دی چې نارینه‌و ته ځانګړی شوی، په داسې حال کې چې د مزارشریف په ښار کې د ښځو لپاره هم د رابعه بلخي په نوم یو بل مارکېټ شتون لري، چې په کې ګڼ شمېر ښځې د کاروبار او کار په برخه کې بوختې دي.

لینک کوتاه

https://sarie.news/b6897a
دکمه بازگشت به بالا