مسعود پزشکیان د ترانسپورټي پروژو خنډونه باید له منځه ولاړ شي

د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان د رېل او سړکونو د پانګونې په نړیواله غونډه کې ټینګار کړی، هغه مقررات چې د ترانسپورټي پروژو په مخ کې خنډونه جوړوي، باید اصلاح یا لغوه شي، ترڅو د افغانستان او ګاونډیو هېوادونو ترمنځ اقتصادي او ترانسپورتي همکاري په شفافه او ګټوره توګه پرمخ ولاړه شي.
په کابل کې د ایران سفارت په ایکس خپور کړي بیان کې راغلي، ولسمشر په غونډه کې وویل: «موږ هوډمن یو چې هر ډول خنډونه له منځه یوسو او د پرمختګ لار خلاصه کړو.»
مسعود پزشکیاند افغانستان په شمول د ګاونډیو هېوادونو سره د ورورۍ، دوستۍ او تاریخي اړیکو یادونه کړې او د آذربایجان، عراق، کردستان، ترکیې، پاکستان او ترکمنستان سره د ایران ژورې کلتوري او تاریخي اړیکې روښانه کړې.
یاده دي وي چې، دا اعلامیه د دواړو هېوادونو د اقتصادي او ترانسپورتي همکاریو د پراختیا لپاره د ایران د ژمنې یوه برخه ده، چې د ترانسپورت په پروژو کې د خنډونو له منځه وړل او د شفافې پانګونې زمینې برابرول پکې شامل دي.

