مسکو کې یو لوړپوړی روسي جنرال په ډزو ټپي شو

مسکو کې یو لوړپوړی روسي پوځي چارواکی، جنرال ولادیمیر الکسییف، چې د روسیې پوځي استخباراتي جوړښت له مشرتابه سره تړاو لري، د وسلوال برید هدف ګرځېدلی او تر ټپي کېدو وروسته روغتون ته لېږدول شوی دی.
پېښه پرون جمعه د نوموړي د استوګنځي په ساحه کې رامنځته شوې. د لومړنیو معلوماتو له مخې، یو ناپېژندل شوي کس پر هغه ډزې کړې او وروسته له سیمې تښتېدلی دی. د برید د انګېزې او د بریدګر د هویت په اړه تر اوسه رسمي جزییات نه دي خپاره شوي.
امنیتي ارګانونه سیمه تر کلک څار لاندې نیولې او د پېښې په تړاو د پلټنو بهیر روان دی. چارواکو ویلي، د پېښې ټول اړخونه ارزول کېږي څو د برید اصلي لاملونه او شالید روښانه شي.
سیاسي او امنیتي شنونکي باور لري، دا ډول پېښې په لوړه کچه د امنیتي ارزونو برخه ګرځي او د مهمو پوځي څېرو پر خوندیتوب د لا زیاتو تدابیرو اړتیا راولاړوي. تر اوسه د نوموړي د روغتیايي وضعیت په اړه یوازې دومره ویل شوي چې تر درملنې لاندې دی.

