مفتي عبدالمتین قانع: هرات کې د ۷۹ کسانو ټرافیکي پېښه خونړۍ شوه

د کورنیو چارو وزارت ویاند مفتي عبدالمتین قانع وايي، چې هرات کې د تېرې شپې په ټرافیکي پېښه کې د ۱۹ ماشومانو په ګډون ۷۹ تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

ښاغلي قانع دا پېښه ډېره بوږنوونکې بللې ده.

دغه پېښه تېره شپه شاوخوا اته نیمې بجې د هرات ـ کابل په لويه لار د ۵۸۰ مسافر وړونکي او يو باروړونکي موټر ترمنځ رامنځته شوې ده.

لینک کوتاه

https://sarie.news/b4730a
دکمه بازگشت به بالا