ملا برادر د افغان صادراتي توکو د هوايي لېږد لپاره نوي نرخونه او اسانتياوې اعلان شوې

د رياست‌الوزرا د اقتصادي مرستيال ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ د اړوندو وزارتونو او ادارو د مسوولينو غونډه د افغانستان د صادراتي توکو د هوايي لېږد په تړاو ترسره شوې ده.

د اقتصادي معاونيت د خبرپاڼې له مخې، په دې ناسته کې د اريانا افغان هوايي شرکت ته لارښوونه شوې چې له دې وروسته به صادراتي سوداګريز توکي في کيلو په يو ډالر او وارداتي توکي في کيلو په ۸۰ سېنټه انتقالوي.

همدارنګه د ماليې او د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارتونو ته سپارښتنه شوې چې د اريانا افغان هوايي شرکت لپاره په خپلو فيسونو کې ۹۰ سلنه تخفيف راولي.

په ناسته کې دا پرېکړه هم شوې، چې اريانا افغان هوايي شرکت دې د هوايي کارګو د اسانتیاوو د پیاوړتیا په موخه هر څومره ژر ممکنه وي، يوه بله کارګو الوتکه وپېري.

لینک کوتاه

https://sarie.news/b6991a
دکمه بازگشت به بالا