ملا برادر وايي افغانستان غوړه ګوله نه، د زقوم ونه ده

د افغانستان اسلامي امارت د رییس الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر نن (یکشنبه) د دفاع وزارت په یوې غونډه کې څرګنده کړه، چې افغانستان «غوړه ګوله نه، د زقوم ونه ده» او په خبره یې، «نامولود ماشومان یې نشي هضمولی».
ښاغلي برادر زیاته کړه، افغانستان هېڅ چا ته زیان نه دی رسولی او له هېچا زیان لیدل هم نه غواړي. هغه ټینګار وکړ، چې د اسلامي امارت سیاست کاذب نه دی او د هېواد اوسني اقدامات او تګلارې د اسلامي شریعت پر اصولو ولاړې دي.
ملا عبدالغني برادر همداراز وویل، چې افغانستان د خپل داخلي امنیت او ثبات ساتلو لپاره ځانګړې هڅې کوي او په سیمهییزو او نړیوالو اړیکو کې یې موخه یوازې سولې، ثبات او عدالت تامینول دي.
هغه د غونډې ګډونوالو ته په ډاګه کړه، چې اسلامي امارت د خپلو خلکو هوساینه، اقتصادي پرمختګ او د قانون او شریعت پر بنسټ د حکومتدارۍ دوام ته ژمن دی او هېڅوک دې د هېواد داخلي چارو ته په ناوړه سترګو ونه ګوري.

