ملا عبدالغني برادر اخوند: د ایران د صنعت وزیر او پلاوي سره د اقتصادي همکاریو په اړه وکتل

د ریاست‌الوزرا‌ء اقتصادي مرستیال، ملا عبدالغني برادر اخوند د ایران د صنعت، سوداګرۍ او کانونو له وزیر، سید محمد اتابک او مل پلاوي سره کتلي دي.

د اقتصادي معاونیت د خبرپاڼې له مخې چې په دې کتنه کې دواړو لورو د افغانستان او ایران ترمنځ د سوداګرۍ، ترانزیټ، پانګونې په ګډون پر بېلابېلو مسایلو خبرې شوې دي.

له ایراني پلاوي سره د ملا عبدالغني برادر اخوند په دې کتنه کې همداراز د دواړو هېوادونو ترمنځ د مشترکې اقتصادي کمېټې پر فعالیتونو هم هر اړخیز بحث شوی دی.

د ایران د صنعت، سوداګرۍ او کانونو د وزیر په مشرۍ لوړپوړي ایراني پلاوي د اسلامي امارت له ځینو نورو مشرانو سره هم کتنې او پر بېلابېلو مسایلو خبرې کړې دي.

لینک کوتاه

https://sarie.news/b5664a
دکمه بازگشت به بالا