ملګرو ملتونو: ډېری افغانان د نجونو او ښځو د زده کړو ملاتړ څرګند کړی

د ملګرو ملتو د ښځو څانګې خبر ورکړ چې اکثریت افغانان د نجونو او ښځو د زده کړو پلوي کوي.

د دې ادارې د بشري حقونو د برخې مشرې سوفیا کاتورپ د جمعې په ورځ په جینوا کې خبرې غونډې ته وویل چې د یوې نظر پوښتنې له مخې د افغانستان نوي په سلو کې خلک په ښارونو او کلیو کې د نجونو د زده کړو ملاتړ کوي.

اغلې کالتورپ زیاته کړه چې د جولای او اګست په میاشتو کې د ترسره شوې نظر پوښتنې له مخې اووه نوي په سلو کې ښځو ویلي دي چې د زده کړو ممانعت د دوی پر ورځني ژوند بدې اغیزې کړې دي، ځیني کسان یې ناهیلي کړي او ځیني یې له رواني پلوه سخته ځپلې دي.

اسلامي امارت له شپږم ټولګي ورپورته د نجونو او ښځو پر زده کړو بندیز لګولی دی.

لینک کوتاه

https://sarie.news/a596s
دکمه بازگشت به بالا