ملګري ملتونه د افغانستان او پاکستان ترمنځ د شخړو پر حل د امنیت شورا غونډه کېږي
د ملګرو ملتونو امنیت شورا به روانه ډسمبر میاشت د افغانستان په اړه غونډه وکړي او پر بېلابېلو موضوعاتو به خبرې وشي.
ټاکل شوې چې په دې غونډه کې به د سرمنشي مرستیالې او د یوناما سرپرستې، جورجټ ګنګون او د بشري مرستو د همغوۍ دفتر اوچا استازي د افغانستان په اړه درې میاشتینی راپور وړاندې کړي.
د ملګرو ملتونو سازمان دا هم ویلي چې امنیت شورا به د افغانستان او پاکستان ترمنځ د روانو شخړو د حل لپاره ځینې وړاندیزونه مطرح کړي.
په دغه پرېکړه لیک کې به له دواړو لورو غوښتنه وشي چې د لا زیاتو پوځي اقداماتو مخنیوی وشي.
د یاد سازمان په راپور کې ویل شوي چې د امنیت شورا غړي به غیر رسمي مشورتي غونډه هم وکړي او دواړو لوریو ته به د ترینګلتیاوو د حل وړاندیزونه هم وشي.
د ویلو ده چې په وروستیو کې د افغانستان ـ پاکستان وروستۍ ترینګلتیاوې تر بل هر وخت زیاتې شوې دي.
https://sarie.news/w344e

