ملګري ملتونه د افغانستان او پاکستان ترمنځ د اوربند غوښتنه وکړه

د ملګري ملتونه په ګډون یو شمېر هېوادونو له افغانستان او پاکستان غوښتي چې خپل اختلافات د خبرو او ډیپلوماسۍ له لارې حل کړي او روانه جګړه سمدستي ودروي.
د ملګرو ملتونو د سرمنشي ویاند په یوه خبري غونډه کې ویلي چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ وروستۍ نښتې د اندېښنې وړ دي او له دواړو لورو یې غوښتي چې سملاسي اوربند اعلان کړي. د هغه په وینا، شخړې باید د خبرو، تفاهم او سیاسي تعامل له لارې هوارې شي.
بل لور ته، د اوزبیکستان د بهرنیو چارو وزارت هم په خپره کړې اعلامیه کې له دواړو هېوادونو غوښتنه کړې چې اختلافات دې د سوله‌ییزو، سیاسي او ډیپلوماټیکو لارو، او د متقابل درناوي، ملي حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا پر بنسټ حل کړي.
همداراز د متحده عربي امارات د بهرنیو چارو وزارت د وروستیو نښتو په تړاو اندېښنه څرګنده کړې او له کابل او اسلام‌اباد یې غوښتي چې زغم وښيي او وضعیت د خبرو له لارې مدیریت کړي. په اعلامیه کې ټینګار شوی چې دوامداره جګړه سیمه‌ییز ثبات ته زیان رسوي او د تاوتریخوالي د کمېدو لپاره باید عاجل ګامونه واخیستل شي.
دا غوښتنې په داسې حال کې مطرح کېږي چې له تېرو دوو ورځو راهیسې په سرحدي سیمو کې د افغان ځواکونو او پاکستاني عسکرو ترمنځ نښتې روانې دي. راپورونه ښيي چې دواړو لورو ته مرګ‌ژوبله اوښتې، خو کره شمېرې تر اوسه په رسمي ډول نه دي تایید شوې. نړیوال لوري هیله څرګندوي چې روان وضعیت د خبرو اترو له لارې مهار شي او د لا پراخېدو مخه یې ونیول شي.

لینک کوتاه

https://sarie.news/q890q
دکمه بازگشت به بالا