مولانا سراجالحق: خواجه اصف سهار یوه او ماښام بله خبره کوي؛ څرګندونې یې غیر سنجیده دي.

د پاکستان د جماعت اسلامي پخواني مشر مولانا سراجالحق ویلي، د پاکستان د دفاع وزیر خواجه اصف څرګندونې «غير سنجیده» دي او باید جدي ونهګڼل شي.
سراجالحق له يوې رسنۍ سره په ځانګړې مرکه کې ويلي، خواجه اصف پر خپل قوم «ملنډې» وهي او د ده خبرې ثبات نه لري، ځکه د سراجالحق په وینا، نوموړی سهار یوه خبره کوي او ماښام بله.
سراجالحق زیاته کړې، چې د پاکستان د دفاع وزیر وروستۍ څرګندونې، چې پکې ادعا يې کړې، پر افغانستان د پخواني شوروي اتحاد یرغل نه و شوی او پر وړاندې یې جګړه «جهاد» نه وه، د واقعیت خلاف دي.
د پاکستان د جماعت اسلامي پخواني مشر په خبره، په هغه وخت کې د خواجه اصف پلار د پاکستان د مرکزي شورا غړی و او دریځ یې دا و چې روسي ځواکونه باید له تورخم هاخوا تم کړای شي.
نوموړي ټینګار کړی، چې د خواجه اصف دغه ډول څرګندونې شخصي دریځ دی او رسنۍ او ولس باید هغه جدي ونهنیسي.

