مولوي نور جلال جلالي د سرطاني ناروغیو ملي روغتون خدمتونه پیل کړل

د عامې روغتیا وزیر مولوي نور جلال جلالي په کابل کې د سرطاني ناروغیو د تشخیص او درملنې ملي روغتون د خدمتونو د پيل مراسمو کې وايي، هڅې روانې دي چې د سرطان په څېر د بېلابېلو خطرناکو ناروغیو درملنې لپاره په کور دننه لازمې اسانتیاوې برابرې شي، څو ناروغان نور بهرنیو هېوادونو ته د درملنې لپاره لاړ نه شي.
ښاغلی جلالي زیاتوي، وزارت هڅې کوي د روغتیاپالانو په تخصصي برخو کې د پوهې او مسلکي وړتیاوو کچه لوړه کړي، تر څو په کور دننه د درملنې سیستم پیاوړی شي او بهرنیو هېوادونو ته د ناروغانو د لېږد اړتیا له منځه ولاړه شي.

لینک کوتاه

https://sarie.news/w283w
دکمه بازگشت به بالا