میرویس عزیزي شرکت په بامیانو کې ۸۰۰ مېګاواټه برېښنا تولیدوي

د میرویس عزیزي د دفتر رییس عزتالله نیازمند د بامیانو له والي مولوي عبدالله سرحدي سره په کتنه کې ویلي، چې عزیزي شرکت په دې ولایت کې د ډبرو سکرو له سرچینو څخه ۸۰۰ مېګاواټه برېښنا تولیدوي.
د ياد ولايت رسنيو دفتر د دې شرکت د مسوولينو له قوله ويلي، د هېواد د لس زره مېګاواټه برېښنا تولید د سترې پروژې له ډلې، یوازې په بامیانو کې ۸۰۰ مېګاواټه برېښنا د سیغان او کهمرد ولسوالیو د ډبرو سکرو په وسیله په دوو پړاوونو کې تولیدېږي.
د معلوماتو له مخې، ټاکل شوې دغه پروژه د ۸۰۰ میلیونه ډالرو په لګښت عملي شي.
لینک کوتاه
https://sarie.news/a531s