نایجریا وسله‌والو د نجونو له ښوونځي ۲۵ زده‌کوونکې وتښتولې

رویټرز راپور ورکوي چې په نایجریا کې د نجونو پر یوه دولتي ښوونځي د وسله‌والو برید له امله ۲۵ ښځینه زده‌کوونکې تښتول شوې دي. د راپور له مخې، دا پېښه د دوشنبې په سهار شاوخوا څلور بجې د شمال لوېدیځ «ماګا» ښار کې رامنځته شوې، چې پر مهال یې بریدګرو د ښوونځي ودانۍ محاصره کړې او له امنیتي ځواکونو سره یې نښته هم شوې ده.

د نایجریا پولیسو د معلوماتو پر بنسټ، د ښوونځي مرستیال مدیر په برید کې وژل شوی، یو بل کارکوونکی ټپي شوی او وسله‌والو ۲۵ نجونې له ځان سره بیولي دي. چارواکي وايي چې تاکتیکي ځانګړي ځواکونه، پوځیان او سیمه‌ییزې ملیشې د تښتول شویو زده‌کوونکو د موندلو لپاره پراخ عملیات پیل کړي دي.

د شمال لوېدیځ نایجریا امنیتي وضعیت په وروستیو کلونو کې ډېر خراب شوی او وسله‌والې ډلې د تاوان د ترلاسه کولو په هدف د ښځینه زده‌کوونکو د تښتولو پېښو ته دوام ورکوي. برسېره پر دې، په نایجریا کې د «بوکو حرام» سختدریځه ډلې هم په تېر کې د نجونو د تښتولو لوی بریدونه ترسره کړي دي.

بوکو حرام په ۲۰۱۴ کال کې د شمال ختیځ «چیبوک» ښار له یوه ښوونځي څخه شاوخوا ۲۷۰ نجونې تښتولې وې؛ هغه پېښه چې نړیوال غبرګون یې راپورته کړ. که څه هم د دغو تښتول شویو نجونو ډېری له کلونو وروسته خوشې شوې، خو یو شمېر یې لا هم نادرک پاتې دي.

د امنیتي چارو کارپوهان وايي چې دا تازه برید د نایجریا د شمال لوېدیځ ناامني یو بل جدي زنګ دی او حکومت باید د ښوونځیو د خوندیتوب لپاره نوې او مؤثره تګلارې عملي کړي.

 

لینک کوتاه

https://sarie.news/F626H
دکمه بازگشت به بالا