نایجیریا تښتول شوي ۱۳۰ زدهکوونکي راخلاص شول

د نایجیریا چارواکو خبر ورکړی، هغه ۱۳۰ زدهکوونکي خوشې شوي، چې د تېرې نومبر میاشتې په وروستیو کې د وسلهوالو له لوري تښتول شوي وو.
د چارواکو په وینا، یاد زدهکوونکي د نایجیر ایالت له یوه ښوونځي تښتول شوي وو، او له دې خوشې کېدو سره ټول تښتول شوي زدهکوونکي بېرته راخلاص شوي دي.
تر دې وړاندې، د نومبر په ۲۱مه، وسلهوالو په مرکزي نایجیریا کې له یوه ښوونځي څخه له ۳۰۰ ډېر زدهکوونکي او د ښوونځي ۱۲کارکوونکي تښتولي وو. له دې ډلې ۵۰ زدهکوونکي په خپله د تښتوونکو له منګولو تښتېدلي وو او ۱۰۰ نور د حکومت د هڅو په پایله کې خوشې شوي وو.
په ورته مهال، د لېندۍ په ۲۷مه، ناپېژاندو وسلهوالو د کوګي ایالت په یوه سیمه کې له یوې کلیسا څخه ۱۳ عبادت کوونکي هم تښتولي وو.
ځايي چارواکو هغه مهال ویلي وو، چې وسلهوالو پر کلیسا برید کړی و، چې له امله یې ۴ کسان وژل شوي او ۱۰ نور ټپیان شوي وو.
د یادونې ده، چې د نایجیریا په بېلابېلو سیمو کې د وسلهوالو لهخوا د انسان تښتونې پېښې د خلکو د جدي اندېښنو سبب ګرځېدلي دي.

