ننګرهار د ډینګي تبې پېښې زیاتې شوي، روغتیا نړیوال سازمان خبرداری ورکړی

د روغتیا نړیوال سازمان په تازه خبرداري کې ویلي چې د افغانستان په ختیځو سیمو، په ځانګړي ډول ننګرهار ولایت کې د ډینګي تبې پېښې په څرګنده توګه زیاتې شوې دي او د ناروغۍ د خپرېدو کچه د اندېښنې وړ حد ته رسېدلې ده. د دغه سازمان د نوې احصایې له مخې، یوازې د نومبر میاشتې په اوږدو کې له زر څخه ډېرې شکمنې پېښې ثبت شوې دي، چې د تېرې میاشتې په پرتله د اتو سلنه زیاتوالي معنا لري.

سره له دې چې د ناروغۍ پېښې په چټکۍ لوړې شوې دي، په راپور کې راغلي چې د مړینې هېڅ پېښه نه ده ثبت شوې، خو د ناروغانو د شمېر جوړښت ښيي چې د ډینګي تبې د مثبتو پېښو ۴۱.۶ سلنه یې ښځې دي او نږدې ۹۸ سلنه ناروغان هغه کسان دي چې له پنځو کلونو څخه لوړ عمر لري.

د روغتیا نړیوال سازمان د احصایو له مخې، د ۲۰۲۵ کال له پیل راهیسې د ننګرهار، لغمان، کونړ، کابل، غزني او پکتیا په ګډون شپږو ولایتونو کې د ډینګي تبې ټولټال ۴۳۸۴ شکمنې پېښې ثبت شوي دي؛ هغه شمېر چې د دغې ناروغۍ د پراخېدونکي ګواښ په اړه جدي اندېښنې راولاړوي.

سازمان ټینګار کړی چې د ناروغۍ د خپرېدو د کنټرول لپاره باید د څارنې جدي لارې چارې، د چټک غبرګون ځواکمن ټیمونه، او د عامه پوهاوي پراخ کمپاینونه پیل شي، څو خلک د مخنیوي پر طریقو، د ناروغۍ پر نښو او د ستونزې پر خطرناکو اړخونو ښه خبر شي.

د یادونې وړ ده چې ډینګي تبه یوه ویروسي ناروغي ده چې انسانانو ته د ایډیز په نوم د ځانګړي مچۍ له لارې لېږدول کېږي. روغتیايي کارپوهان ټینګار کوي چې د درېدلو اوبو پاکول، د کورونو او شاوخوا چاپېریال پاک ساتل، او د مچیو ضد اقدامات د دې ناروغۍ د خپرېدو د مخنیوي بنسټیز ګامونه دي.

دکمه بازگشت به بالا