نړیوالې رسنۍ: اسراییل پر تهران بریدونه پیل کړي

نړیوالو رسنیو راپور ورکړی چې اسرائیل پر تهران بریدونه پیل کړي دي.
د خپرو شویو راپورونو له مخې، بریدونه د ایران په پلازمېنه او شاوخوا سیمو کې ترسره شوي او له امله یې په ځینو ښارونو کې بېړنی وضعیت اعلان شوی دی. د عیني شاهدانو په وینا، د چاودنو غږونه اورېدل شوي، خو د دقیقو هدفونو په اړه لا بشپړ معلومات نه دي خپاره شوي.
د اسرائیل دفاع وزارت هم په یوه رسمي اعلامیه کې پر ایران د برید ترسره کېدل تأیید کړي، خو د عملیاتو د څرنګوالي او هدفونو په اړه یې جزییات نه دي ورکړي.
تر دې دمه د بریدونو له امله د احتمالي مرګژوبلې او مالي زیانونو په اړه رسمي شمېرې نه دي اعلان شوې. ایراني چارواکو هم په دې تړاو بشپړ معلومات نه دي شریک کړي.
دا پرمختګ په داسې حال کې راپور کېږي چې په سیمه کې سیاسي او امنیتي ترینګلتیاوې زیاتې شوې او نړیوال لوري د وضعیت له نږدې څارنې خبر ورکوي.

