نړیوال بانک نږدې ۴۵ میلیونه ډالر به قراردادي شرکتونو ته ورکړو
مالیې وزارت خبر ورکړی، نړیوال بانک چمتو دی چې په افغانستان کې د خپلو فعالیتونو د بیاپیلېدو سره هممهاله د هغو پروژو او قراردادي شرکتونو پیسې ورکړي چې اسناد یې د اسلامي امارت له بیا واکمنېدو څخه مخکې بشپړ او طی مراحل شوي دي.
د دغه وزارت په اعلامیه کې ویل شوي چې د څېړنو له مخې نړیوال بانک له قراردادي شرکتونو څخه نږدې ۴۵ میلیون ډالر پوروړی دی، چې دا پور به په څلورو پړاوونو کې له مالیې وزارت سره په همغږۍ قراردادي شرکتونو ته ورکول کېږي.
په اعلامیه کې راغلي: “په لومړي پړاو کې به نړیوال بانک ۹،۳ میلیون ډالر په مستقیم ډول بهرنیو قراردادي شرکتونو ته ورکړي. په دویم پړاو کې به، چې اوسمهال پیل شوی ۱۶،۸ میلیون ډالر د مالیې وزارت له لارې شرکتونو ته ورکړل شي او په راتلونکو درېیم او څلورم پړاوونو کې به د دې شرکتونو نور تادیات هم په نوبت سره اجراء او ورکړل شي.”
مالیې وزارت د نړیوال بانک له لوري د قراردادي شرکتونو د پورونو ورکړه یو مثبت ګام بللی چې د اسلامي امارت د پرلهپسې هڅو په پایله کې شوی دی.

