هرات کې د کورنیو او بهرنیو وګړو لپاره د کار برېښنايي جوازونه وېشل پیل شول

هرات کې په لومړي ځل د کورنیو او بهرنیو وګړو لپاره د کار د برېښنايي جوازونو وېش بهیر پیل شو.
د هرات د کار او ټولنیزو چارو رییس حافظ میرزامحمد ابومنصور وایي چې دغه بهیر د اداري خدماتو ساده کولو، د حضوري مراجعه‌کوونکو کمولو، د ګڼې‌ګوڼې مخنیوي، د دوسیو د ارزونې بهیر ګړندي کولو او د خدماتو په وړاندې کولو کې د شفافیت د زیاتولو لپاره پیل شوی دی.
هغه وویل چې له دې وروسته غوښتونکي کولای شي د کار جواز غوښتنه په انلاین بڼه ثبت کړي او ټولې مرحلې د ارزونې، تایید او د جواز د صدور پروسه د ډیجیټل سیسټم له لارې تعقیب کړي.
نوموړي زیاته کړه چې دغه سیسټم غوښتونکو ته دا امکان برابروي چې مشخصات ثبت کړي، اسناد پورته کړي، د غوښتنې وضعیت تعقیب کړي او وروستی ځواب ترلاسه کړي.
د هرات د کار او ټولنیزو چارو رییس ټینګار وکړ چې د سیسټم د تطبیق له امله، خدمات معیاري، ګړندي او شفاف شوي او د داخلي او بهرنیو وګړو او پانګه‌والو د رضایت زمینه برابره شوې ده.
دغه اقدام په داسې حال کې عملي کېږي چې په تېرو کلونو کې د دولتي ادارو له خوا د ډیجیټل خدماتو غوښتنه زیاته شوې او هېوادوال غواړي چې رسمي خدمات په ساده، شفاف او ګړندي توګه ترلاسه کړي.

لینک کوتاه

https://sarie.news/a105b
دکمه بازگشت به بالا