هلمند: د پولیسو ۳۴۶ ځوان منسوبین له ښوونیزو زده کړو فارغ شول

د هلمند مسوولین وایي، د یاد ولایت د اسلامي او ملي پولیسو ښوونیز او روزنیز مرکز څخه ۳۴۶ ځوان منسوبین له نظامي، عقیدوي، فکري، بدني او مسلکي زدکړو فارغ او ټولنې ته ورپېژندل شوي دي.

د هلمند امنیې قوماندانۍ په رالېږلې خبرپاڼه کې ویلي چې دغو منسوبینو د ځانګړو مراسمو په ترڅ کې د فراغت سندونه ترلاسه کړي دي.

په دې مراسمو کې مسوولینو څرګنده کړې چې امنیتي ځواکونه دې په داسې ښوونیزو مرکزونو کې د مسلکي، عقیدوي زدکړو له بشپړېدو وروسته د دین او ولسونو خدمت وکړي.

د خبرپاڼې له مخې: “په دې مراسمو د فارغ شویو منسوبینو له لوري د نظامي حرکاتو ښکلې نندارې، قطارونه او تمرینات ترسره شول چې د حاضرینو له لوري یې پراخ هرکلی وشو.”

سرچینې دا هم ویلي چې یاد ښوونیز مرکز تر دې دمه ۸۰۲۶ کسان تر مسلکي او عقیدوي زدکړو وروسته ټولنې ته د خدمت په موخه وړاندې کړي دي.

لینک کوتاه

https://sarie.news/b6332a
دکمه بازگشت به بالا