هلمند یونیسف په مالي ملاتړ شپږو ښوونځیو ته نوې ودانۍ جوړې شوې

د هلمند ځایي مسوولین وایي، د یاد ولایت په جنوبي ولسوالیو کې د څه باندې ۵۰ میلیون افغانیو په لګښت د شپږو ښوونځیو لپاره ودانۍ جوړې او ګټېاخیستنې ته سپارل شوې دي.
د هلمند د پوهنې ریاست مسوولینو ویلي چې دا ودانۍ د ملګرو ملتونو ماشومانو ملاتړ ادارې یا یونیسف په مالي ملاتړ په عصري او معیاري ډول جوړې شوې دي.
مسوولینو ویلي چې دا ودانۍ په خانشین، مارجې، نادعلي، ګرشک او باباجي ولسوالیو کې کې جوړې شوې او د پاتې دوو نورو ودانیو د جوړېدو چارې هم بشپړېدو ته نږدې شوې دي.
سرچینې لیکلي چې د دې ښوونځیو هره ودانۍ د ۶۰۰ زدهکوونکو ظرفیت لري.
د ویلو ده چې تر دې مخکې هم د هلمند په ځینو شمالي ولسوالیو کې ١١ ښونځیو ته نوې ودانۍ جوړې شوې وې.
په ورته وخت کې د هلمند یو شمېر اوسېدونکو د دغو ودانیو پر جوړېدو خوښي ښودلې او دا یې د ماشومانو د زدهکړو لپاره د مناسب درسي چاپېریال په برخه کې ګټورې پروژې بللې دي.
دوی همداراز غوښتي چې د یاد ولایت په یو شمېر نورو لرې پرتو سیمو کې هم ورته ودانۍ جوړې شي.

