هندوستان: د ټوخي شربت پر خرڅلاو د ماشومانو د مړینې وروسته بندیز ولګول شو

په هندوستان کې د روغتیا د برخې چارواکو ویلي چې په دغه هیواد کې د ټوخي شربت تر استفادې وروسته د یو شمیر ماشومانو تر مرګ وروسته د دې هیواد دریو ایالتونو د ټوخي شربت پر خرڅلاو بندیز وضع کړی دی. د چارواکو په وينا، د ماشومانو د مړینې تر پیښې وروسته اوس د هندوستان درې ایالتونو د دغه شربت خرڅلاو بند کړی دی.
د هندوستان د روغتيا وزارت له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې، په جنوبي تامل نادو ايالت کې د سریسان فارما (Sresan Pharma) شرکت له خوا جوړ شوی د زکام شربت په نمونو کې د ډای ايتيلين ګلايکول (DEG) په نوم يو زهرجن محلول لري. دغه محلول يو صنعتي محلول دی چې که ان په کم مقدار کې وڅښل شي، ډېر زهري مواد بدن ته داخلوي.
د هند د روغتیا وزارت په خبرپاڼه کې په دې اړه ویل شوي: «په نمونو کې د DEG اندازه د زغمل کېدونکي حد نه پورته ده.»
د هندوستان د ماديا پردېش ايالت اعلی وزير موهن ياداو وويل: «د دې شربت خرڅلاو په ټول ماديا پردېش کې بند شوی.» هغه زياته کړه چې د سریسان فارما د نورو طبي محصولاتو پلور هم منع کېږي. د هندوستان د سیمه ایزو رسنیو په حواله د تامل نادو او د هغې ګاونډي ايالت، کيرلا، کې هم د یاد شربت خرڅلاو بند شوی.
په ورته وخت کې، د هندو په نامه هندي ورځپاڼې د راپور له مخې، د جنوبي هندوستان د تېلانګانا ايالت چارواکو د کولډريف شربت په اړه عامه خبرداری خپور کړی دی. دغې پېښې یو ځل بیا د هندوستان د درمل جوړونې صنعت تر جدي څارنې لاندې راوستې دی. په ۲۰۲۲ کال کې، د روغتيا نړیوالې ادارې (WHO) د يوې بلې هندي کمپنۍ د ټوخي او زکام شربت د ګامبيا په هیواد کې د ۷۰ ماشومانو له مړينې سره تړلی وو. هغه مهال هندوستان د روغتیا د نړیوال سازمان دغه موندنې رد کړې وې.
تر یادې پیښې یو کال وروسته، د روغتیا نړیوال سازمان یو ځل بیا د هندوستان جوړ د دوو شربتونو په اړه خبرداری ورکړ، او هغه هم وروسته له هغه چې ازبکستان دغه شربت د لږ تر لږه ۱۸ ماشومانو له مړينې سره تړلی وو.