هنټر بایډن له افغانستانه وتل بل ډول هم ممکن و

د امریکا د مخکني ولسمشر، جو بایډن زوی «هنټر بایډن» له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو د وتلو پر څرنګوالي نیوکه کړې او ویلي یې دي چې دا کار په یوه بله بڼه هم کېدای شوای.
د بایډن زوی ویلي چې په دې موضوع کې یې پلار هم ورسره همغږی دی، او دوی کولای شوای چې په یوه بله بڼه له افغانستان څخه وتلي وای.
هنټر بایډن دا څرګندونې د یو پوډکاسټ پرمهال کړې او په ځینو نورو برخو کې یې د پلار له پالیسیو دفاع کړې ده.
تر دې مخکې د امریکا اوسني ولسمشر، ډونالډ ټرمپ او ګڼشمېر نورو لوړپوړو چارواکو هم له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو د وتلو پر څرنګوالي نیوکې کړې وې او په دې برخه کې یې ټول مسوولیت پر مخکني ولسمشر، جو بایډن ور اچولی و.
ټرمپ خو آن له افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو وتل د امریکا په تاریخ کې له «شرمه ډکه» پېښه بللې ده.
امریکايي ځواکونه څه باندې څلور کاله مخکې د ۲۰۲۱ کال په اګسټ میاشت کې له افغانستان څخه ووتل او ورسره هممهاله په افغانستان کې جمهوري نظام سقوط او اسلامي امارت د دویم ځل لپاره واک په لاس کې واخیست.

