واشنګټن: بلک هاوک هلیکوپتر سقوط وکړ – څلور ځانګړي سرتیري وژل شوي

د پوځ د اعلامیې له مخې، بلک هاوک هلیکوپتر د واشنګټن ایالت په یوه لرې پرته سیمه کې، چې د «لوئیس-مک کورد» ګډ پوځی مرکز ته نږدې ده، راولوېد او په ترڅ کې یې د امریکا څلور ځانګړي سرتیري ووژل شول.
په فورت براګ کې د متحده ایالاتو د ځانګړي ځواکونو ویاند جکې هیل په وینا دا هلیکوپتر د چهارشنبې په شپه د محلي وخت د ماښام شاوخوا ۹ بجې راولوېد.
هغه زیاتوي چې پېښه د ټاکوما ښار ته څیرمه را مینځته شوې ده.
د هیل په وینا ټول دا څلور کسان چې په هلیکوپتر کې سپاره وو، د ۱۶۰م ځانګړي هوایي قطعې د څلورمې برخې غړي وو او هېڅ یو ژوندی پاتې شوی نه دی.
دغه ځانګړې هوايي واحد چې د «شپې ښکارچیان» په نوم پېژندل کېږي، د دې لپاره مشهوره ده چې د شپې په تیاره کې عملیات ترسره کوي او د امریکا د پوځ د شپنیزو الوتنو تاکتیکونو په برخه کې مخکښ ګڼل کېږي.
جنرال جاناتان براګا د وژل شوو سرتېرو په اړه په یوه اعلامیه کې وویل: «هغوی داسې نخبه جنګیالي وو چې د پوځ او ځانګړو عملیاتو تر ټولو لوړ ارزښتونه یې درلوده. د هغوی فداکاري به هیڅکله هیره نکړو.»
د هیل په وینا، د پېښې ځای ته رسېدل د سیمې د لرېوالي، د سقوط له امله د اورلګېدنې او د ډېر بوټي لرونکي چاپېریال له امله ډېر ستونزمن وو. د ژغورنې او مړو د راایستلو عملیات د جمعې تر ورځې دوام درلود. د پوځ چارواکي وایي، د هلیکوپتر د سقوط د دقیق علت معلومولو لپاره څېړنې روانې دي.