واشنګټن پوسټ چین د اټومي وسلو شبکې پراخوي او د شخړې خطر زیات شوی

واشنګټن پوسټ تازه راپور ورکړی، چې چين د اټومي توغنديو د پټو مرکزونو شبکې پراخوي او د اټومي وسلو د پراختيا لړۍ يې د نورو هېوادونو په پرتله ګړندۍ کړې ده.

راپور چې د سپوږمکۍ انځورونو، د کارپوهانو د څرګندونو او رسمي اسنادو پر بنسټ چمتو شوی، وایي، دا بدلونونه د بیجېنګ هڅې ګړندۍ کړې، څو د احتمالي برید په وړاندې د چټک غبرګون وړتیا لوړه کړي او د اټومي شخړې خطر زیات کړي.

په دې راپور کې دغه راز راغلي، په دې جوړښتونو کې د هغو پټو مرکزونو پراخې شوې ودانۍ هم شاملې دي، چې د اټومي توغنديو د مرکزي برخو د ډيزاين او توليد مسووليت په غاړه لري.

دا په داسې مهال ده، چې چين په دې وروستيو کې د خپل اقتصادي پياوړتيا ترڅنګ په يو شمېر پوځي برخو کې هم د پام وړ پرمختګونه کړي دي.

لینک کوتاه

https://sarie.news/w2690e
دکمه بازگشت به بالا