ټرمپ او نتنیاهو شپږمه کتنه د تړلو دروازو تر شا پای ته ورسیده

د امریکا ولسمشر، ډونالډ ټرمپ په سپینه ماڼۍ کې د شپږم ځل لپاره د اسرائیلو له لومړي وزیر، بنیامین نتنیاهو سره کتلي دي.
د الجزیرې په راپور کې ویل شوي چې په دې کتنه کې دواړو لوریو د ایران او غزې تړانګې پر وروستي وضعیت خبرې کړې، خو ظاهراً ښکاري چې دوی دواړه پر ایران له بیاځلي برید پر شا شوي دي.
د ټرمپ او نتنیاهو لیدنه د تړلو دروازو تر شا پرته له کومې پایلې پایته رسېدلې ده.
د امریکا ولسمشر له دې کتنې وروسته ویلي چې د امریکا او ایران ترمنځ اټومي مذاکرات دوام لري او همداراز د غزې په اړه هم پرمختګونه شوي دي.
د یادولو ده چې په امریکا کې د ډونالډ ټرمپ واک ته رسېدو سره هممهاله دا په سپينه ماڼۍ کې د نتنیاهو او ټرمپ شپږمه لیدنه وه چې د تړلو دروازو تر شا پایته رسېږي.
په وروستیو کې د ایران او امریکا ترمنځ اړیکې هم په بېسارې توګه ترینګلې شوې او د دواړو هېوادونو د استازو ترمنځ اټومي مذاکرات هم پیل شوي دي.

لینک کوتاه

https://sarie.news/q335q
دکمه بازگشت به بالا