ټرمپ او پوتین: د اوکراین ځمکې بیرته ورکولو لپاره د یوې تاریخي غونډې تیاری

د امريکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ ويلي چې د راتلونکې جمعې په ورځ د روسيې له ولسمشر ولادمير پوتين سره د ليدنې پر مهال به د اوکرايين د ځينو سيمو د بېرته ترلاسه کولو هڅه وکړي.
نوموړي په سپينه ماڼۍ کې د يوه خبري کنفرانس پر مهال وويل، “روسيې د اوکرايين يوه لویه برخه نيولې ده. موږ به کوښښ وکړو چې د دې سيمې يوه برخه بېرته اوکرايين ته ورکړل شي.”
ټاکل شوې چې ټرمپ او پوتين به د دې اوونۍ په وروستيو کې په الاسکا کې سره وګوري.
ډونلډ ټرمپ ادعا وکړه چې کولی شي له پوتين سره د ليدنې پر مهال په “دوو دقيقو” کې پوه شي چې پرمختګ شونی که نه.
ټرمپ خبرداری ورکړ چې د روسيې او اوکرايين تر منځ به د “ځمکې يو ډول تبادله” وشي. دا لومړی ځل نه دی چې نوموړی د “ځمکې د تبادلې” يادونه کوي، په داسې حال کې چې دا لا نه ده روښانه چې روسيه به کوم ځای اوکرايين ته سپاري.
لینک کوتاه
https://sarie.news/a452s