ټرمپ د افغانستان او پاکستان ترمنځ جګړه به ژر حل کړم

د امريکا د متحده ايالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ وايي، چې تېرو امريکايي ولسمشرانو جګړې پيل کړې او زه به يې حل کړم.
نوموړي د ماليزيا په «کولالمپور» کې د خپلې وينا پر مهال يو ځل بيا ټينګار کړی، چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ جګړه به په چټکۍ سره حل کړي.
د ټرمپ په وينا: “اوریدلي مې دي چې څو ورځې وړاندې د افغانستان او پاکستان ترمنځ جګړه پیل شوې، زما ادارې په تېرو اتو میاشتو کې ۸ جګړې حل کړې، دا خو به ډېره په چټکۍ حل کړم. ”
دا په داسې مهال ده، چې د امریکا د متحده ايالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ د شپږ ورځني سفر په لړ کې مالیزیا ته رسېدلی دی.
لینک کوتاه
https://sarie.news/a1192s

