ټرمپ: د وینزوېلا قاچاقي کښتۍ په هوايي برید کې ويشتل شوې؛ درې کسان وژل شوي

د امريکا د متحده ايالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ خبر ورکړی، چې پوځ يې د وينزوېلا د نشه‌يي توکو د قاچاقي يوه کښتۍ په نښه او ويشتلې ده، چې درې کسان هم پکې وژل شوي دي.

د رويټرز راپور له مخې، دا په روانه میاشت کې دويم هوايي برید دی، چې امریکا یې په وینزوېلا خاوره کې ترسره کوي.

د راپورونو پر بنسټ، تر لومړي برید وروسته د وینزوېلا ولسمشر نیکولاس مادورو ګواښ کړی و، چې که بیا ځل یې په خاوره برید وشي منظمې جګړې ته به ننوځي.

د يادونې وړ ده، ټرمپ له دې پيغام سره يوه نږدې ۳۰ ثانيه ويډيو هم خپره کړې چې پکې د يوې کښتۍ چاودنه او اور اخيستنه ښکاري؛ خو ويل‌کېږي چې داسې يو ثبوت نه دی وړاندې شوی چې ويشتل شوې کښتۍ کې دې نشه‌يي توکي بار وي.

لینک کوتاه

https://sarie.news/b5654a
دکمه بازگشت به بالا