ټرمپ: د پوتین سره د اړیکو له کبله مې د یوې جګړې د حل هڅه بې نتیجې پاتې شوه

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د خپل بریتانیا رسمي سفر په ترڅ کې په یوه خبري کنفرانس کې څرګنده کړه، چې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین په اړه یې مایوسه شوی دی. نوموړي رسنیو ته وویل: «موږ اووه داسې جګړې حل کړې، چې حل یې تقریباً ناشونی وو، خو یوه داسې جګړه وه، چې ما فکر کاوه د پوتین سره د اړیکو له کبله به یې په اسانۍ حل کړم؛ په دې کې مې مایوسي تجربه کړه.»
ټرمپ دا څرګندونې داسې مهال وکړې، چې د بریتانیا لومړي وزیر کېیر سټارمر یادونه وکړه، امریکا او بریتانیا په ګډه هڅه کوي، څو په پوتین فشار راوړل شي چې د اوکراین د سولې تړون ومني.
لینک کوتاه
https://sarie.news/b5780a