ټرمپ د ګولډن ډوم دفاعي سیستم لپاره د ګرینلنډ ترلاسه کول مهم بولي

د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ وایي، د “ګولډن ډوم” په نوم د توغندیو دفاعي سیستم د پراختیا لپاره د ګرینلنډ ترلاسه کول ورته ډېر مهم دي.

هغه د سویس په داووس کې د نړیوال اقتصادي فورم پر مهال وویل: “موږ له ډنمارکه دا ځمکه د ملي او نړیوال امنیت لپاره غواړو. د دې لپاره یې غواړو چې زموږ ډېر ځواکمن او خطرناک احتمالي دښمنان له ځانه لېرې وساتو، او هلته به تر ټولو لوی ګولډن ډوم یا د توغندیو دفاعي سیستم جوړ کړو.

تېر کال ډونلډ ټرمپ ژمنه کړې، چې د ولسمشرۍ دورې تر پایه به یې د “ګولډن ډوم” په نوم دفاعي سیستم په بشپړه توګه فعال” وي.

ښاغلي ټرمپ ژمنه کړې چې د دې سیستم فعالولو لپاره به په لومړي سر کې د ۲۵ میلیون ډالرو پانګونه کوي. دی اټکل کوي، چې د دې پروژې ټول لګښت به شاوخوا ۱۷۵ میلیارد ډالر وي، خو چارواکو خبرداری ورکړی، چې د دې سیستم وروستی ټول لګښت ښايي د دې درې برابره وي.

په پلانونو کې د ځمکې، سمندر او فضا په اوږدو کې د “راتلونکي نسل” ټېکنالوژیو شبکه شامله ده. په ځانګړې ډول په فضا کې مېشتې هغه کشفي آلې او سنسرونه چې کولی شي د راتلونکو توغندیو مخه ونیسي.

ګولډن ډوم به د شته سیستمونو هغه شبکه نوره هم پراخه کړي چې هدف یې د روسیې او چین په څېر هېوادونو لخوا له مخ په زیاتېدونکو او پېچلو هوایي ګواښونو د امریکا خوندیتوب دی.

ګولډن ډوم به څنګه کار کوي؟
د ټرمپ پلان تر یوې اندازې د اسرائیلو د “اېرون ډوم” یا اوسپنیز ډال څخه په الهام رامنځته شوی، کوم چې د لنډ واټن توغندیو ګواښونو د مخنیوي لپاره د رادار دفاعي سیسټمونه کاروي او له ۲۰۱۱ کال راهیسې کارول کېږي.

ګولډن ډوم به ترې څو برابر لوی وي او داسې ډیزاین شوی چې د پراخو ګواښونو مخه ونیول شي. دا به د سلګونو سټلایټونو له شبکې کار اخلي، چې په تېرو وختونو کې خورا ګران تمامېدل، خو نن سبا عملا شونی دی.

لینک کوتاه

https://sarie.news/w148w
دکمه بازگشت به بالا