ټرمپ شیکاګو کې جرایم دوام لري، چارواکي فدرالي مرستې ردوي

د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ نن سهار پر خپله ټولنيزه پاڼه (سوشيال تروث) د شیکاګو ښار د وروستي برید په اړه ویلي، چې په دې ښار کې جرایم او شورش لا هم دوام لري.

نامعلومو وسله‌‌والو تېره شپه د شيکاګو په «لوپ» سيمه کې د ميلادي کال مراسمو ته د چمتووالي پر مهال پر پوليسو بريد کړی او له امله يو پولیس افسر پکې وژل شوی او پنځه نور ټپيان شوي دي.

ټرمپ د شیکاګو والي او ښاروال «کم‌هوشه» بللي او پر هغوی یې د فدرالي مرستو د ردولو له امله نیوکه کړې ده. نوموړي ادعا کړې، چې دا مهال ۳۰۰ کسان په ښار کې د شورش په وضعیت کې دي.

دا پېښه په داسې مهال رامنځته شوې، چې د امریکا په ښارونو کې د نوي میلادي کال د راتګ لپاره چمتووالی نيول کېږي، او نږدې ۴۰ ورځې د «کریسمس» جشن ته پاتې، چې له دې جشنونو سره د امنیتي ګواښونو په اړه اندېښنې هم زیاتې شوې دي.

لینک کوتاه

https://sarie.news/w114e
دکمه بازگشت به بالا