«ټرمپ کلاس» نومې سترې او پیاوړې جنګي بېړۍ جوړوو

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د «ټرمپ کلاس» په نوم د نوې ډلې جنګي بېړیو د جوړولو اعلان کړی او ویلي یې دي، چې دغه بېړۍ به تر دې دمه د نړۍ له ټولو جوړو شویو جنګي بېړیو څخه سترې، ګړندۍ او سل په سلو کې پیاوړې وي.
ټرمپ دا څرګندونې د دوشنبې په ماښام، د مرغومي په لومړۍ نېټه، د فلوریډا ایالت کې د خپلې کابینې د لوړپوړو امنیتي چارواکو سره په ناسته کې کړې دي.
د نوموړي په وینا، د دې ستر پوځي پروګرام عملي کار به په لومړي پړاو کې د دوو جنګي بېړیو په جوړولو پیل شي، خو تمه ده چې په راتلونکو کلونو کې به یې شمېر له ۲۰ تر ۲۵ بېړیو پورې ورسېږي.
ټرمپ زیاته کړې، چې د یادې ډلې لومړۍ بېړۍ به د «یواېس‌اېس دیفاینټ» په نوم ونومول شي. نوموړي همداراز ویلي، چې د دغو بېړیو په ډیزاین کې به په مستقیم ډول ونډه ولري، ځکه چې تر دې وړاندې یې د ځینو امریکایي جنګي بېړیو پر بڼه نیوکې کړې وې.
د امریکا ولسمشر د معلوماتو له مخې، د «ټرمپ کلاس» جنګي بېړۍ به له ۳۰ زره ټنو څخه زیات وزن ولري او د پرمختللو پوځي ټکنالوژیو پر بنسټ به جوړې شي.

لینک کوتاه

https://sarie.news/w2249e
دکمه بازگشت به بالا