ټرمپ: که د اوکراین د سولې خبرو کې پرمختګ ونه شي، پر مسکو نوي بندیزونه لګوو

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ یو ځل بیا ګواښ کړی، کچېرې راتلونکو دوو اونیو کې د اوکراین د سولې په خبرو کې پرمختګ ونه شي، واشنګټن به پر مسکو نوي بندیزونه ولګوي.

ټرمپ ویلي: « زه پرېکړه کوم چې موږ څه وکړو، او دا به ډېره مهمه پرېکړه وي، او هغه دا ده چې ایا سخت بندیزونه ولګوو، یا لوړې تعرفې، یا دواړه، او یا هېڅ ونه کړو او ووایو چې دا ستاسې جګړه ده.»

دا په داسې حال کې ده، چې د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف ویلي، چې اوس مهال د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین او ولادیمیر زېلینسکي ترمنځ د لیدنې هېڅ پلان نشته.

لینک کوتاه

https://sarie.news/a544s
دکمه بازگشت به بالا