ټولګټو وزارت د خواف–هرات پټلۍ له لارې ۱۱۷۰ ټنه ډېزلي تېل افغانستان ته راورسېدل

خبرگزاری سریع؛ د ټولګټو وزارت افغانستان ته د خواف–هرات پټلۍ له لارې د ډېزلي تېلو د لومړۍ جوپې له رارسېدو خبر ورکړی دی.
د ياد وزارت وياند محمد اشرف حقشناس ويلي، چې نن ۱ زر او ۱۲۰ ټنه د ډېزلو تېل په ۲۰ واګونو کې د هرات ولايت د «روزنک» سټېشن ته رارسېدلي دي.
د نوموړي په وينا، دغه تېل د يو خصوصي شرکت له لوري هېواد ته را وارېد شوي دي.
ښاغلي حقشناس، دا پرمختګ د افغانستان د رېلپټلۍ شبکې د پراختیا او د سوداګرو لپاره د ترانسپورټي اسانتیاوو د برابرولو په لړ کې یو مهم ګام بللی دی.
په خبرپاڼه کې ډاډ ورکړل شوی، چې سوداګرو ته به د رېلپټلۍ شبکې د پراختیا له لارې د وارداتو او صادراتو بهیر چټک، خوندي او د لګښت له پلوه ارزانه شي.

