پاکستان – افغانستان د څلورو لارو بندېدو میلیوني زیانونه اړولي

د پاکستان او افغانستان ترمنځ د وروستیو نښتو له امله نږدې دوه میاشتې کېږي چې د تورخم، غلام‌خان، خرلڅي او چمن څلور مهمې سوداګریزې لارې تړلې پاتې دي، چې له کبله یې سوداګرو ته د میلیونونو ډالرو په کچه مالي زیانونه اوښتي دي.

اقتصادي راپورونه ښيي، پاکستان هر کال شاوخوا ۱٫۵۴ میلیارده ډالرو په ارزښت توکي افغانستان ته صادروي او نږدې ۷۶۶ میلیونه ډالر واردات لري. د دواړو هېوادونو د سوداګرۍ مجموعي ارزښت په کال کې په اوسط ډول ۲٫۳ میلیارد ډالرو ته رسېږي؛ خو یوازې په تېرو دوو میاشتو کې د لارو تړل پاتې کېدو پاکستان ته شاوخوا ۷٫۶ میلیونه ډالر زیان اړولی دی.

له لارو د تګ راتګ بندېدو له امله د دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګریزه راکړه ورکړه په بشپړ ډول درېدلې ده. د سېمنټو، درملو، میوو، سبزیو، ډبرو سکرو او ګڼو نورو توکو لېږد بشپړ بند شوی او سلګونه باروړونکي موټرې لاهم د ډیورنډ کرښې دواړو غاړو کې درېدلې پاتې دي.

که څه هم یادې لارې د سوداګرۍ لپاره تړلې دي، خو افغانستان ته د ستنېدونکو افغان کډوالو د تګ راتګ لپاره لاهم پرانیستې دي.

لینک کوتاه

https://sarie.news/s434n
دکمه بازگشت به بالا