پاکستان یوه خصوصي ډله د هوايي شرکت ۷۵ سلنه ونډه ترلاسه کوي

یوه سوداګریزه ډله د پاکستان د نړۍوال هوايي شرکت ۷۵ سلنه ونډه خپلوي.
د یاد شرکت د خصوصي کولو په بهیر کې همدې سوداګریزې ډلې تر ټولو لوړه بیه وړاندې کړې او د ونډو د اخیستو لپاره یې مخکښ دریځ خپل کړی دی.
د پاکستان حکومت، چې د پرلهپسې مالي زیانونو له امله نور د دې هوايي شرکت د دوامدار مدیریت توان نه لري، پرېکړه کړې چې یاد شرکت خصوصي سکټور ته وسپاري. چارواکي وايي، دغه اقدام د مالي بار کمولو او د هوايي شرکت د خدماتو د ښهوالي په موخه تر سره کېږي.
د معلوماتو له مخې، پاکستاني نړۍوال هوايي شرکت په وروستیو کلونو کې له جدي اقتصادي ستونزو سره مخ و او د تاوانونو دوام د دې لامل شوی چې حکومت د خصوصي کولو لاره غوره کړي.
تمه ده، د ونډو د لېږد بهیر تر قانوني پړاوونو له بشپړېدو وروسته عملي شي او نوی مالک به د شرکت د اصلاح او بیا رغونې مسوولیت پر غاړه واخلي.
لینک کوتاه
https://sarie.news/w2329e

