پزشکيان د افغانستان او پاکستان ترینګلتیا د سیمې لپاره جدي ګواښ دی

د ایران ولسمشر، مسعود پزشکيان، وايي چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ وروستي تاوتریخوالي او سیاسي اختلافات نه یوازې د سیمې د امنیت لپاره د اندېښنې وړ دي، بلکې د ایران په ګډون د سیمې هېوادونه یې ژور اندېښمن کړي دي.
د ایران د دولتي خبري آژانس «ایسنا» د راپور له مخې، ولسمشر پزشکيان د چهارشنبې په شپه (د تلې ۲۳مه) څرګنده کړې چې کابل او اسلاماباد باید خپلې شخړې د خبرو او دیپلوماټیکو لارو له لارې حل کړي، نه د پوځي کړنو او متقابل فشارونو له لارې.
نوموړي زیاته کړې چې تهران چمتو دی د دواړو هېوادونو ترمنځ د تاوتریخوالي د کمېدو، د متقابل تفاهم د پیاوړتیا او د سیمهییزو اړیکو د پراختیا په موخه خپلې ټولې هڅې او امکانات وکاروي.
ولسمشر پزشکيان ټینګار کړی چې د سیمې ثبات او همکاري یوازې د خبرو، اعتماد جوړونې او ګډو اقتصادي پروژو له لارې ترلاسه کېدای شي.
لینک کوتاه
https://sarie.news/b6681a

