پزشکیان: د ټرمپ ادعا ناسم ده، د وژل شویو کسانو دقیق شمېر مو خپور کړی

د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ څرګندونو په غبرګون کې حکومتي‌شمېرو ته په اشارې ویلي: «د امریکا ولسمشر وایي چې ۳۲زره کسان مو وژلي دي. خو موږ د هغه خلکو نومونه او د وژل شویو شمېرې خپرې کړې دي. که څوک وايي له دې زیات دي؛ نو اعلان دې کړي».
ټرمپ تېره ورځ په خپلې کلنۍ وینا کې ادعا کړې وه، چې ایران ۳۲زره لاریون کوونکي وژلي دي، پر هغوی یې ډزې کړې او ځینې یې په دار ځړولي دي.

لینک کوتاه

https://sarie.news/q859q
دکمه بازگشت به بالا