پزشکیان وایي له امریکا سره خبرې به له فشار او ګواښ پرته وي

مسعود پزشکیان، د ایران ولسمشر، ویلي چې په دې وروستیو کې یې له امریکا سره د خبرو اترو د پیل امر صادر کړی، څو دا بهیر د مناسبو شرایطو په فضا کې او له «ګواښ او غیرمعقولو تمو» پرته پر مخ ولاړ شي.
ولسمشر پزشکیان دغه څرګندونې نن (سهشنبه، ۱۴ دلو) پر خپلې ایکس پاڼې خپرې کړې. نوموړي ټینګار کړی چې د هر ډول سیاسي تعامل لپاره باید متقابل درناوی، واقعي دریځونه او عملي شرایط په پام کې ونیول شي، څو خبرې اغېزمنې پایلې ولري.
د ده په وینا، د تهران او واشنګټن ترمنځ د خبرو اترو لارښوونه د سیمې د یو شمېر حکومتونو په غوښتنه او د امریکا ولسمشر له لوري د وړاندې شوي وړاندیز په ځواب کې صادره شوې ده. هغه دا بهیر د سیمهییز ثبات او د سیاسي تفاهم لپاره مهم ګام بللی دی.
پزشکیان زیاته کړې چې ایران تل پر اصولو ولاړ تعامل ته چمتو دی، خو هر ډول خبرې باید له فشار، ګواښ او یو اړخیزو تمو لرې وي. نوموړي ټینګار کړی چې د متوازن او بااحترامه ډیپلوماټیکو اړیکو له لارې د اختلافاتو حل کېدای شي.
دا څرګندونې داسې مهال کېږي چې په سیمه کې سیاسي وضعیت د بدلون په حال کې دی او ګڼ هېوادونه هڅه کوي د خبرو او ډیپلوماسۍ له لارې تاوتریخوالی راکم کړي. شنونکي باور لري، که دا بهیر عملي بڼه خپله کړي، نو د سیمې پر سیاسي معادلاتو اغېز لرلای شي.

