پنجشېر عنابه کې د ګرین ګارنېټ قیمتي ډبرې نوی کان تثبیت شو

د کانونو او پټروليم وزارت مسلکي متخصصينو په لومړي ځل د پنجشېر ولايت د عنابې ولسوالۍ د آبدرې په کلي کې د «ګرین ګارنېټ» په نوم د قيمتي ډبرو يو نوی کان تثبيت او پېژندلی دی.
د ياد ولايت مقام د رسنيو دفتر وايي، د «ګرین ګارنېټ» قيمتي ډبره د لومړي ځل لپاره د پنجشېر د کانونو د قيمتي او نيمه‌قيمتي ډبرو په نوم‌لړ کې شامله شوې او تمه ښودل شوې، چې استخراج به يې د ولايت د اقتصادي ودې، د کانونو د پراختيا او د عوايدو د زياتوالي لامل وګرځي.
په خبرپاڼه کې راغلي، چې د پنجشېر ولايت مقام د خلکو د ژوند د ښه والي او ځوانانو ته د کاري زمينو د برابرولو په موخه هڅې روانې کړې، چې دا مهال نږدې ۱۵ زره ځوانان په مستقيم او غيرمستقيم ډول په کانونو کې پر کار بوخت دي.

لینک کوتاه

https://sarie.news/q155q
دکمه بازگشت به بالا