په افغانستان کې د بشري وضعیت د ښهوالي خبرې شوې

د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي محمد صادق په یوه کتنه کې د یوناما مرستیال او د بشري مرستو همغږي کوونکي، انډریکا راټواټه، سره د افغانستان د بشري او امنیتي وضعیت په اړه خبرې کړي دي.
په دې غونډه کې د بشري مرستو دوام، د خلکو د ژوند د شرایطو ښهوالی، د استوګنې او لومړنیو اړتیاوو برابرول، او سیمهییزې سوداګریزې همغږي تر بحث لاندې راغلي دي.
د سرچینو په وینا، د کتنې موخه د افغانستان د خلکو اړتیاوو په اغېزمنه توګه پوره کول، د امنیت ټینګښت او د بشري ملاتړ د اغېزمنتیا لوړول دي.
لینک کوتاه
https://sarie.news/q334q

