په بلخ کې د ۱۴۰۵ کال لپاره ۳۲ سترو پراختیايي پروژې پلان شوې

د بلخ چارواکي وايي، په یاد ولایت کې د ۱۴۰۵ کال لپاره د ۱٫۲ میلیارد افغانیو په ارزښت د ۳۲ سترو پراختیايي پروژو پلې کول پلان شوي دي.
په خبرپاڼه کې د مزارشریف ښاروال، عبدالرحمن همت په حواله ویل شوي، دا پروژې د والي محمد یوسف وفا په لارښوونه پلان شوې دي. ښاروال زیاته کړې، پروژې د ښاري زیربناوو اساسي برخې رانغاړي چې پکې د سړکونو قیر او کانکریټ اچونه، د سوداګریزو مارکېټونو جوړول، د اوبو لګولو کانالونو جوړښت، د سړکونو جغل اچونه، د لارو او کوڅو روښانول او د شنو ساحو پراختیا شامل دي.
سرچینه وايي، دا پروژې به د ښار بڼه ښه کړي، د تګ راتګ اسانتیاوې برابرې کړي او اقتصادي فعالیتونه پیاوړي کړي. ښاروال ټینګار کړی چې یاد پروګرامونه به د ښاریانو د هوساینې او د پایدار ښاري پرمختګ لپاره بنسټیز ګامونه وي.
د یادولو ده، د اسلامي امارت له بیاځلي واکمنېدو وروسته په ټول هېواد کې د پراختیايي پروژو چارې په چټکۍ روانې دي.

لینک کوتاه

https://sarie.news/q333q
دکمه بازگشت به بالا