په سوډان کې پر مرستندویه کاروان ډرون برید یو وژل شوی څو ټپیان

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو ادارې ویلي، چې د سوډان په شمالي کردفان ایالت کې پر یوه مرستندویه کاروان د ډرون برید له امله لږ تر لږه یو کس وژل شوی او څو نور ټپیان دي. دا برید داسې مهال شوی، چې کاروان د خوړو نړیوال پروګرام لپاره د مرستو لېږد کاوه.
د ملګرو ملتونو د بشري مرستو همغږې کوونکې، ډینس براون ویلي چې د جمعې په ورځ د الابیض ښار له لیدنې وروسته د برید له پایلو سره مخ شوې ده. هغې ویلي، سوځېدلي مرستندویه موټر یې لیدلي او دا پېښه یې «ډېره د اندېښنې وړ» بللې ده.
براون ټینګار کړی چې باید د بشري مرستو کارکوونکي، شتمنۍ او اکمالات خوندي وساتل شي او هېڅ لوری حق نه لري، چې پر مرستندویه ماموریتونو برید وکړي.
دغه کاروان د شمالي کردفان مرکز الابیض ښار ته روان و؛ هغه ښار چې د سوډاني پوځ تر کنټرول لاندې دی، خو له تېر یوه کال راهیسې د چټک ملاتړ ځواکونو (RSF) له خوا کلابند شوی دی.

