په مسکو کې د ا.ا. سفیر له مېشتو افغان سوداګرو سره د سوداګرۍ ستونزې وڅېړلې

په مسکو کې د افغانستان سفیر او ځانګړي استازي، مولوي ګل حسن حسن له روسیې مېشتو افغان سوداګرو سره په لیدنه کې د متقابل تفاهم، همغږۍ او اقتصادي اړیکو د لا پیاوړتیا موضوعات وڅېړل.
ښاغلي حسن حسن افغان سوداګر وهڅول چې په هېواد کې پانګونې ته دوام ورکړي او ژمنه یې وکړه چې سفارت به د دوه‌اړخیزو سوداګریزو چارو په برخه کې بشپړه همکاري او ملاتړ وړاندې کړي.
په ورته مهال، روسیې مېشتو سوداګرو خپلې ستونزې، اندېښنې او وړاندیزونه شریک کړل او د اسلامي امارت له اړوندو ادارو یې د اغېزمن ملاتړ، همکارۍ او پاملرنې غوښتنه وکړه.
دغه لیدنه د افغانستان او روسیې ترمنځ سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو په پراختیا کې مهمه ګڼل شوې، او دواړو خواوو ټینګار کړی چې د ستونزو حل او د سوداګرۍ د چارو اسانتیاوې باید د دوه‌اړخیزو هڅو له لارې برابري شي.
مولوي ګل حسن حسن همداراز ویلي چې د سوداګرۍ پرمختګ نه یوازې د اقتصاد د قوي کېدو لامل ګرځي، بلکې په دواړو هېوادونو کې د افغان سوداګرو د پانګونې لپاره مناسب فرصتونه رامنځته کوي او د متقابل اعتماد فضا پیاوړې کوي.

لینک کوتاه

https://sarie.news/q226q
دکمه بازگشت به بالا