په يوه ورځ نږدې اووه سوه افغان کډوالې کورنۍ هېواد ته راستنې شوې

د پاکستان او ایران په ګډون له ځینو هېوادونو د افغان کډوالو د جبري را ایستلو په دوام، پرون (یکشنبه) په بېلابېلو لارو ۶۹۲ کډوالې کورنۍ راستنې شوې دي.
د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون ویلي چې پرون د نيمروز د ورېښمو پله لارې ۴۹، د هرات د اسلام کلا له لارې ۲۱، د کندهار د سپين بولدک له لارې ۷۲ او د ننګرهار د تورخم له لارې ۵۵۰ کورنۍ هېواد ته راستنې شوې دي.
په راپور کې ویل شوي چې ۵۳۴ کورنۍ خپلو سيمو ته لېږدول شوې، ۶۴۹ راستنې شوې له سيمکارتونو او سلګونه کورنۍ له مرستو برخمنې شوې دي.
له تېرو څو کلونو راهیسې د پاکستان په ګډون ګاونډیو هېوادونو کې د افغانانو نیول، ځورل او په جبري توګه ایستل زیات شوي دي.
بلخوا د ملګرو ملتونو د کډوالۍ عالي کمېشنرۍ له پاکستان څخه د افغان کډوالو جبري ایستلکېدو ته غبرګون ښودلی او له دغه هېواده یې غوښتي چې افغانانو د جبري ایستلو لړۍ بنده کړي.
خو پاکستاني او ایراني چارواکي بیا ټینګار کړي چې دوی به له خپلو هېوادونو ټول افغان کډوال وباسي.
په ورته مهال اسلامي امارت بیا ویلي چې تر دې دمه له ایران او پاکستان څخه د کډوالو د راستنېدنې بهیر په ښه ډول مدیریت شوی دی.

