په کاپیسا ولایت کې د غر ښویېدنې مرګونې پېښه

د کاپیسا ولایت مرکز اړوند د شوخي سیمه په یوه غرنۍ برخه کې تېره شپه د غر ښویېدنې پېښه رامنځته شوې چې له امله یې یو استوګنیز کور تر خاورو لاندې شوی او مرګ‌ژوبله اوښتې ده.
د امنیه قوماندانۍ د معلوماتو له مخې، پېښه ناوخته شپه هغه مهال شوې چې د غر له لوړې برخې راښکته شوې خاورې او ډبرو پر کور ورولوېدې او کور یې بشپړ زیانمن کړ. چارواکي وایي، په قربانیانو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي، خو د تلفاتو کره شمېر لا نه دی په ډاګه شوی.
سرچینه زیاتوي، امنيتي ځواکونه او د ژغورنې ډلې پر وخت سیمې ته رسېدلې، ټپیان یې له خاورو راایستلي او د درملنې لپاره نږدې روغتیايي مرکزونو ته لېږدولي دي. د سیمې اوسېدونکو هم د ژغورنې عملیاتو کې برخه اخیستې او د احتمالي نورو زیانمنو کسانو د موندلو هڅې روانې دي.
چارواکي ټینګار کوي چې په غرنیو سیمو کې د بارانونو او خاورې لندېدو له امله د ورته طبیعي پېښو خطر زیاتېږي او له خلکو غواړي د خطرناکو سیمو پر مهال احتیاطي تدابیر مراعت کړي.

لینک کوتاه

https://sarie.news/q400q
دکمه بازگشت به بالا