په کرک او لکي مروت کې د وسلو مرګونی اور؛ پوځیان او ولسي وګړي قرباني شول

په خیبر پښتونخوا کې د تاوتریخوالي څو پېښې؛ درې سرتېري او درې ملکي وګړي وژل شوي

په خیبر پښتونخوا ایالت کې د وروستیو ناامنيو په ترڅ کې لږ تر لږه شپږ تنه وژل شوي، چې درې یې د ملېشه ځواکونو سرتېري او پاتې درې ملکي وګړي دي.

د کرک ولسوالۍ په یوه امنیتي پېښه کې، نامعلومو وسله‌والو د تېلو تاسیساتو درې ساتونکي او یو موټر چلوونکی وژلي دي. وژل شوي ټول کسان د ایف سي ملېشه ځواک سرتېري بلل شوي دي.

له پېښې وروسته امنیتي ځواکونو سیمه کلابنده کړې او د برید کوونکو د موندلو لپاره یې پراخ چاڼیز عملیات پیل کړي دي. د وژل شویو کسانو جسدونه د دوی پلرنیو سیمو لکي مروت او ټانک ته انتقال شوي دي.

په ورته وخت کې، د لکي مروت په سیمه کې هم تاوتریخوالی رامنځته شوی؛ د ریل ګاډي پټلیو ته نژدې د دوه تنو ویشتل شوی جسدونه موندل شوي دي. تر دې دمه د وژل شویو کسانو هویت نه‌دی تثبیت شوی.

همداراز، د یادې سیمې په یوه کور کې یو بل سرتېری، عطاالرحمان، چې د رخصتیو پر مهال خپل کور ته راغلی و، د نامعلومو وسله‌والو له خوا په ډزو وژل شوی دی. امنیتي سرچینې وايي، د پېښو په تړاو پلټنې روانې دي، خو تر اوسه هیڅ ډلې د بریدونو مسئولیت نه‌دی منلی.

دغه پرله‌پسې پېښې، چې د امنیتي ځواکونو پر ضد ترسره شوي، یو ځل بیا د یاد ایالت د امنیتي وضعیت د خرابوالي اندېښنې راپورته کړي دي.

 

لینک کوتاه

https://sarie.news/a348s
دکمه بازگشت به بالا